په کابل کې د چین سفارت د ویزو ورکولو بهیر پیل کړ

Aug 2, 2022 - 18:58
 12
په کابل کې د چین سفارت د ویزو ورکولو بهیر پیل کړ

په کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو لړۍ پیل کړه.

دا خبره د ا ا ا یوه ویاند احمدالله وثیق په خپل ټوېټر لیکلې ده.

اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، چې د افغان سوداګرو یو لېست یې د چین سفارت ته سپارلی او هغوی له دوشنبې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو پروسه پيل کړې ده.

چین د کوېډ ۱۹ په خاطر افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه ځنډولې وه او تر هغه را وروسته سیاسي تحولاتو لا دا پروسه ځنډنۍ کړې وه.