هلمند کې دازدو خبریالانو ټولني لپاره نوی مسوْل وټاکل سو!

Dec 29, 2021 - 18:45
 12
هلمند کې دازدو خبریالانو ټولني لپاره نوی مسوْل وټاکل سو!

دهلمند په مرکز لښکرګاه د خبریالانو اتحادیې د ازادو ټاکنو له لاري نعمت الله همت د خپل مسول په توګه وټاکئ.

ددې ټاکنو پرمهال د ازادو خبریالانو داتحادیې مسول نعمت الله همت وویل ؛ چې دسیاسي بدلون پرمهال یاده اتحادیه بنده وه خو په دغه ورسیتو کې خبریالانو دیولړ ستونزو سره لاس او ګریوان وه نوځکه خبریالان اړه سوه چې یاده اتحادیه بیا فعاله کړي او ورځني کارونه یې چټک سې . نوموړی وایې اوس هڅه داده ترڅو هغه خبریالان چې د خبر جوړولو په برخه کې کار کوې هغوي له کومو خنډونو سره چې مخ وې دهغه خنډونو د لیري کولو لپاره کاروسي . (( په هلمند کې د خبریالانو او رسینو لپاره عمده ستونزه داده چې اطلاعاتو ته لاس رسی په نشتون حساب دی که کوم خبریال وغواړي چې راپور جوړکړي یو مسول چارواکي په ډ یرو هلو څلو مرکي لپاره نه حاضریږي ))

په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د سکون په نوم د یوسیمه ییزي راډیو مسول حافظ نصرت هم وایې هر بنسټ یو همایوي ملا تړ ته اړتیا لري نو خبریالان هم د خپل کارونو د چټکوالي لپاره دغه اتحادیي ته اړتیا لرله ترڅو هغه خبریالان چې د راپور جوړولو په برخه کې کار کوې له دې لارې پرتې ستونزي هواري شې . (( داچي د هلمند دازدو خبریالانو ټولنه په ټپه د ریدلي وه اوس بیا فعالیت پیل کوي دا فعالیت به یو ځل بیا دهغه سیمه ییزو خبریالانود راپور جوړونې په برخه کې هغوي تقویه کړي هغوي ته مرال ورکړي داسي ټولني مخکي هم ګټورې ثابتي شوي دې اوس به هم ګټوري وې ))

بل خوا بیا ددې ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبوعاتي امر مولوي محمد قاسم ریاض هم ددغه اتحادیي څخه خپل ملاتړ وکړ ، نوموړی غوښتنه وکړه چې ټول خبریالان باید د ژونالیزم د اصولو مطابق خپل راپورنه جوړ کړې او بي طرفه پاته شې . (( موږ داسلامي امارت داصولو مطابق ددغه اتحادي سره خپل هیڅ راز مرسته ونه سپموو او غوښتنه مو دخبریالانو څخه داده چي لا خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او بي طرفه پاته شي ))

په داسې حال کې هلمند کې ازادو خبریالانو خپل د اتحادي لپاره نوي مسول وټاکي چې پدي ورستیو کې په دغه ولایت کې خبریالان معلوماتو دنه لاس رسي په برخه کې د یولړ ستونزو سره مخ دې .