چارواکی: د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یو پلاوی کندهار ته تللی

Nov 30, 2021 - 14:29
 4
چارواکی: د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یو پلاوی کندهار ته تللی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته تللی دی.

د یادی خونې مرستیال یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل، په هغه ناسته کې چې د اوسپنې ویلي کولو کارخونو له مالکانو سره د کورنیو تولیداتو پر ستونزو، د توکو کموالي او د خرڅلاو بازار پر نشتوالي د خبرو لپاره جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې یادې کارخونې دې په سپین بولدک کې شته زړې اوسپنې په مناسب قیمت وپیري.

د ښاغلي مهمند په خبره دا کار به کورنيو تولیداتو ته لار هواره کړي او د اومه موادو د نشتوالي په برخه کې به د کارخونو ستونزه هم تر یوه حده حل شي.

دا په داسې حال کې دی چې مخکې له دې هم د اوسپنې ویلي کولو د کارخونو مالکانو په څو ځلي د اومه موادو له نشتوالی شکایت کړی او غوښتنه یې کړې چې زړې اوسپنې باید بهر ته صادرې نه شي.