طالبان: غزني کې د اوبو د څو کانالو د جوړېدو چارې بشپړې شوي

Nov 30, 2021 - 14:34
 5
طالبان: غزني کې د اوبو د څو کانالو د جوړېدو چارې بشپړې شوي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په غزني ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د څو کانالو د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي.

د یاد وزارت ویاند مستعین عمري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو د دې کانالونو د جوړولو مالي لګښت د ډنمارک هېواد د پناه غوښتونکو شورا د موسسې یا DRC له خوا ورکړل شوی دی.

د ښاغلي عمري په خبره، یادې موسسې اته کاناله د غزني په مرکز، دوه د اوبو دوه حوضونه او دوه کانالونه په خواجه عمري ولسوالۍ او درې نور حوضونه د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې جوړ کړي دي.

د غزني ولایت دوه زره او ۵۶ اوسیدونکو ته په همدې پروژو کې د کار زمینه برابره شوې وه.