رویټرز خبري اژانس: کابل کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړي

Nov 30, 2021 - 14:52
 6
رویټرز خبري اژانس: کابل کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړي

د کابل د دارالامان پر سړک نن سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) سهار په یوه چاودنه کې د څو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي د پېښې په اړه وایي چې یو ماین په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوی و چې چاودلی، خو مرګ ژوبله نه لري، خو رویټرز خبري اژانس ویلي چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

تراوسه د چاودنې هدف معلوم نه دی، خو ځایي خبریالانو ویلي، پر یوه هایلکس ډوله موټر شوې چې تر ډېره یې دولتي کار کوونکي کاروي.

سملاسي چا د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې طالبانو د داسې بریدونو مسولیت داعش ته منسوب کړی دی.