ارګ: هلمند کې د‌کجکي اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې سوي

Dec 20, 2021 - 19:46
 16
ارګ: هلمند کې د‌کجکي اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې سوي

په هلمند کې د‌ کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې سوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې به‌يې د لومړني توربين فعاليت پيل سي.

د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي تېره ورځ ناوخته کابل کې د طالبانو حکومت د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال سره په ليدنه کې ويلي، د ‌کجکي بند لومړی توربين ۳۳ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفيت لري.

د ارګ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي چې ترکي پلاوي دغه‌شان د کجکي بند شااوخوا کې يو شمېر فابريکو ته د فعاليت د زمينې برابرونې خبره هم کړې.

په خبرپانه کې ويل سوي چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل مياشتې پورې به د‌ کجکي بند درې واړه توربينونه فعاله سي چې هم‌مهاله به د ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا توليد ولري.

په اعلامیه کې د طالب چارواکو له لوري ترکي پلاوي ته د پوره همکارۍ او امنيت ډاډ ورکړل سوی دی.

د کجکي د اوبو بند او يو شمېر نورو پروژو د بيارغونې تړون په ۲۰۱۹ کال کې د ترکيې اپريګل او شااوخوا ۷۷ ودانيزو شرکتونو ته ورکړل سو.