په بدخشان کې سيمه ییز مسولين وايي په دغه ولايت کې د خلکو لخوا د واورې نيول سوى پړانګ يې بيرته خوشي کړ

Feb 14, 2023 - 16:28
 4
په بدخشان کې  سيمه ییز مسولين وايي په دغه ولايت کې د خلکو لخوا د واورې نيول سوى پړانګ يې بيرته خوشي کړ
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس معزالدين احمدي نن دوشنبه رسنيو ته ليږلې پيغام کې ويلي چې د واورې دغه نايابه پړانګ د واخان ولسوالۍ په "ورک" کلي کې د خلکو لخوا نيول شوى و چې نن بيرته خوشي سو.
هغه زياته کړې ياد پړانګ په سيمه کې د خلکو اته څاروي هم خوړلي و.
د واورې پړانګ په نړۍ کې له نايابه ژوو څخه دى چې نسل يې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دى.
ويل کيږي چې د بدخشان په ګډون دافغانستان په يو شمير نورو ولايتونو کې ورته نايابه ژوي شتون لري چې د روانې وچکالۍ، غير قانوني ښکار او وروستيو جګړو له امله د ورکېدو له ګواښ سره مخ سوي دي.
سکون راډیو