د اطلاعاتو اوکلتور ریاست مسولینو هلمند کې د سکون رسنیز ګروپ څخه لیدنه وکړه.

سکون رسنیز ګروپ چي د شاوخوا دوو کلونو راپدېخوا یې په هلمند کي په فعالیت پیل کړیدی چې راډیو یې تر۱۵ساعته پوري بیلابیل نشرات وړاندې کوي، چي اسلامي،کلتوري،ټولنیز،ادبي، سیاسي ،تفریحي ،معلوماتي،زارعتي او هر اړخیزی خپروني پکښې شامل دي چي نن چهار شنبه د ۱۴۰۱ هجری ش کال د قوس د میاشتی په ۱۶ مه نیټه د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي محمد قاسم ریاض د نوموړي رسنیز کروپ څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدني پر مهال د ولایت مقام د مطبوعاتو مسول مولوی محمد قاسم ریاض د سکون راډیو د بیلابیلو خپرونو او نشراتو څخه خوښي وښودل او زیاته یې کړل د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پوره ملاتړ او همکارئ د سکون راډیو ترڅنګ ولاړ دي او د اطلاعاتو او خبر رسونی په برخه کې د هر ډول همکار ئ ډاډ ورکوو.
هلمند کې د سکون راډیو مسول حافظ احمد نصرت وویل: خوښ دی چي هلمند کې د یوه داسی رسنیز بنسټ له لارې ټولني او خلکو ته نشرات او خپروني وړاندي کوي چي ولس یې له خپرونو او رسنیزو فعالیتونو څخه رضایت لری نوموړي د اوسني حکومت څخه غوښتنه وکړل تر څو د محلی رسنیو مالي لاسنیوئ او ملاتړ وکړي تر څو ټولني ته پر وخت او بې پري ډول نشرات وړاندي کړي.
بل لورته بیا هلمند میشتې هم د سکون راډیو له نشراتو څخه خوښ بریښې او وایي: دوی د سکون راډیو بیلابیلی خپروني اوري او د یادې رسنی څخه یې په بیلابیلو برخو کې ډیر څه زده کړی دی .
هلمند کې داسی مهال د سکون راډیو د ادارې څخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو لیدنه وکړه او د همکارئ ډاډ یې ورکړ چي افغانستان کې تر اوسه ډیرئ محلې رسنئو خپل فعالیت د اقتصادي ستونزو له کبله درولی او ګڼ شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکې بی دندي سوی دی.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو