اندونیزیا خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي

Dec 7, 2021 - 15:47
 5
اندونیزیا خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي

اندونیزیا په پام لري چې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي.

د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایي چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مدیر عبدالقدیر جیلاني له قوله دا خبر ورکړی.

نوموړي پرون دوشنبې په جاکارتا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته د دې لپاره پرانیزي چې له افغانستان سره د بشري چارو او له ښځو سره د مرستو او د نورو مسولو ترڅنګ د سکالرشیفونو د ورکړې د پروګرام لپاره رغنده همکاري مخ ته یوسي.

اندونیزیا د اګسټ د میاشتې په پای کې چې طالبانو کابل نیولی و، خپل سفارت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په موقت ډول لېږدولی دی.

ښاغلي جیلاني ټینګار وکړ چې په کابل کې یې د خپل سفارت بیا فعالول دا معنی نه لري چې دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني.