بامیان کې ژمنۍ لوبې ترسره سوې

Feb 26, 2022 - 16:07
 17
بامیان کې ژمنۍ لوبې ترسره سوې

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې دا وار ژمنۍ سپورتي لوبې د ښځینه لوبغاړو له ګډون پرته ترسره شوې.

سږ کال هم په اسکي، کرلینګ، سنوبورډ او د کنگل د سر سکېټ لوبې د بامیان په واورینو منظرو کې وشوې چې د پلازمېنې کابل، میدان وردګو او غزني ولایتونو لسګونه لوبغاړي وربلل شوي وو.

بامیانیو لوبغاړو چې د دغو لوبو کوربتوب یې کاوه د لوبې لومړى، دویم او دریم دريځونه هم خپل کړي دي.

له پلازمېنې کابل نه هم ګڼ خلک د دې لوبو د نندارې لپاره بامیان ته ورغلي وو.

په تېر کې د دې سیالیو موخه د مینې او یوموټیتوب پیغام خپرول بلل کېده.

بامیان یوازینی ولایت و چې دا ډول لوبې په کې د ښځینه او نارینه لوبغاړو په ګډون ترسره کېدې.

د افغانستان د ډېرو سیمو او ان له هېواد بهر میشتو افغانانو لپاره دا لوبې خوندوې او په زړه پورې بلل کېدې.

د سولې او کرارۍ له اړخه اوس ښايي په ټول هېواد کې د دا ډول لوبو د نندارې زمینه برابره وي خو لکه د بامیانو ښځینه لوبغاړو په څېر ډېرو ته د زړه تنګۍ خبره ده چې سیالیو کې له ګډونه ګرځول شوې دي.

د تېر کال اګست میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان میرمنو په وار وار دا غږ پورته کړی چې ګواکې د زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو حق او فردي ازادۍ ترې اخیستل کېږي.

ښايي د بامیانو په ژمنیو لوبو کې نه ګډون دغو میرمنو ته د نیوکې یوه بله پلمه هم په لاس ورکړي.