کرېکټ: افغانستان تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ: افغانستان تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې تمریناتي لوبه افغانستان د ۵۶ منډو په توپیر وګټله.

افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ټولو شل اورونو له لوبې ورسته د افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځېدل او ویسټ انډیز ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

ویسټ انډیز لوبډلې بیا د ټولو اورونو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې.

اوپنر حضرت الله ځاځي د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې او ورپسې لوبغاړی محمد شهزاد و، چې د ۵۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ په ترتیب سره ۳۳ او ۲۳ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له لوري اوبېد مککوی تر ټولو ډېرې دوې ویکټې واخیستې، نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګوربز یې له میدانه بهر کړل.

د ویسټ انډیز له لوري روسټن چس تر ټولو ډېرې ۵۴ او نیکولاس پوران ۳۵ منډې وکړې.

محمد نبي د افغانستان له لوري درې، کریم جنت او نوین الحق یوه - یوه ویکټه ترلاسه کړه.

نننۍ لوبه د شل اوریزو په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان له لومړنۍ رسمي سیالۍ وړاندې دویمه تمریناتي سیالي وه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ تمریناتي سیالي د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴۱ منډو وبایلله.

د دوشنبې په ورځ به په نړيوالو اتلوليو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وي چې د لومړي پړاو له يوې غوره شوې لوبډلې سره به يې کوي.