د هلمند او کندهار بريښنا د اوبو د کمښت له امله پري سوې ده.

د هلمند او کندهار بريښنا د اوبو د کمښت له امله پري سوې ده.

د هلمند ولایت مسوولین خبر ورکوي د کجکي برېښنا په بند کې د اوبو سطحه کښته سوي نو له همدې امله پر لښکرګاه او کندهار ولایتونو برېښنا پري سوې ده .

د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي مسول مولوي محمد قاسم ریاض سکون راډیو ته وویل ، دا چې د کجکي بند کې د اوبو سطحه ډیره ټيټه سوي ده نو په همدي اساس د اړوند ادارو مسوولینو پریکړه وکړه تر څو په هلمند ـ کندهار ولایتونو کې برېښنا بنده کړي .

بل لورته بیا د لښکرګاه ښار اوسیدونکي د برېښنا په پرې کیدو اندېښنه لري او وایې ، که چیري برېښنا نه وي خلک به د څښاک پاکو اوبو په ترلاسه کولو کې له زیاتو ستونزو سره مخ سي او د برېښنا بندیدل نه یوازي ښاریان له یو لړ ستونزسره مخ کوي ، بلکي هغه صنعت کاران چې فابریکې یې د کجکي په برېښنا چلول کیږي هغه به هم ورسره بندي سي.

د هلمند ـ کندهار بریښنا داسي مهال پرې سوه چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا فابریکه چې اوس د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري د تیرو دوکلونو وچکالۍ له امله خپل فعالیت ودروي .

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو