د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي په ودونو کې د ناوړه دودونو مخنیوی غواړي

Dec 31, 2022 - 11:44
 6
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي په ودونو کې د ناوړه دودونو مخنیوی غواړي

په ارزګان ولایت کې د یو زیات شمېر کورنیو دوستي هغه مهال په دښمني بدله سوې کله چې د نجلۍ پلار خپل زوم ته په واده کې موټر اویا هم موټرسایکل نه وي ورکړی.

په دغه ولایت کې دا یو دود چې د نجلۍ کورنۍ باید په واده کې د زوم کورنۍ ته موټر او یاهم موټرسایکل ورکړي.

د ارزګان اوسېدونکي دا دودونه د ټولنې او خلګو په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه يې کوي