افغان کرېکټ لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې د مخته تګ چانس لري؟

Oct 31, 2022 - 19:03
 8
افغان کرېکټ لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې د مخته تګ چانس لري؟

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه هم د باران له امله لغوه سوه.

ټاکل سوې و چې تیره جمعه افغانستان خپله درېیمه لوبه له ایرلنډ سره وکړي خو د باران له امله دغه لوبه لغوه سوه او دواړو ټیمونو ته یوه یوه نمره ورکړل سوه.

خو ایا افغانستان په دې جام کې د مخکې تګ لپاره چانس لري؟

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میروس اشرف وايي، چانس هغه مهال ډېر و چې نننۍ لوبه له ایرلنډ نه ګټل سوي وای.

هغه د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې په یاد جام کې افغان کرکټرانو له لومړۍ ماتې وروسته پاتې نورو لوبو ته پوره چمتوالی نیولی و خو وروستیو بارانونو یې د مخته تګ لاره سخته کړه.

وموړي وويل: "اوس زموږ مخکې تګ یا سیمي فاینل ته وتل زه فکر کوم اوس تر ډېره ناممکنه غوندې شو ځکه اول نه زموږ ګروپ ډېر سخت او هغه مسابقې چې موږ ټارګېټ کړې وې چې ښه کرېکټ به ورسره وکړو او ترې وبه یې ګټو خو باران راخرابې کړې، زموږ اراده دا وه چې، یو یا دوه غټ ټیمونه په دغه جام کې مات کړو څو نړېوالو ته خپل کیفيت او کوالیټي وښېیو خو بارانونو زموږ هغه برخه هم نیمګړې پرېښودله."

دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې د باران له کبله ځنډول کېږي، تر دې مخکې د نیوزلنډ سره یې لوبه هم د باران له کبله لغوه سوې وه.

سکون راډیو