د پاکستان کراچۍ کې چاودنه؛ د مړو شمېر ۱۷ ته ورسېد

Dec 19, 2021 - 20:42
 8
د پاکستان کراچۍ کې چاودنه؛ د مړو شمېر ۱۷ ته ورسېد

د پاکستان په لوی بندري ښار کراچۍ کې د پرونۍ شپې د چاودنې له امله د مړو شمېر اولسو ته پورته سو.

چاودنه د فاضل آب یا د چټلو اوبو په یوه سرپټي کانال کې د ګازو د راټولیدو له امله سوې.

لومړی د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۲ اعلان سوی و.

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر سرفراز نواز شیخ ویلي، د سختو ټپيانو له ډلې ځینو بېګا په روغتون کې ساه ورکړې ده چې ورسره د مړو شمېر لوړ سو.

هغه وویل، ۱۶ کسان ټپیان هم دي.

په کراچۍ کې د چټلو اوبو ګڼ کانالونه سرپټي دي او د چارواکو په خبره ناقانونه ودانۍ پرې جوړې دي.

پرونۍ چاودنه کې هم د حبیب بانک ودانۍ چې په همدې سرپټي کانال جوړه وه ړنګه سوې ده.