اسراییلي ځواکونو د تېرې اوونۍ د ډزو په تړاو ۴ فلسطینیان نیولي

اسراییلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې د تېرې اوونۍ د ډزو په تړاو څلور فلسطینیان نیولي دي.
د اسرائیلو امنیتي چارواکي وايي، د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه موټر کې د یوه یهودي دیني ښوونځي درې زده کوونکي هدف وګرځول سول.
يو تن وژل سوى او دوه نور ټپيان دي.
اسراییلي چارواکو د نیول سوېو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
څو فلسطیني ډلو د تېرې پنجشنبې برید ستایلی، خو چا یې پړه پر غاړه نه ده اخیستی.