مسکو: ۲۰۰ تنه نور هم له کابله روسیې ته ولېږدول سول

روسیې ویلي، د طالبانو له واکمنۍ څه باندې څلور میاشتې وروسته یې هم نژدې دوه سوه کسان له افغانستانه تخلیه کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت پرون شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) وویل، درې بار وړونکې الوتکې یې چې دوه سوه کسان په کې وو، پرون په چکالوفسکي پوځي اډه کې کیناستې.
د وزارت په وینا، دغو الوتکو د روسیې له خوا کابل ته بشري مرستې ورسولې او بېرته راتګ کې يې دا کسان له ځان سره بوتلل.
د روسیې پوځ د اګسټ میاشتې له وروستیو را په دې خوا ۷۷۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي.
د طالبانو له راتګ وروسته یو شمېر هېوادونه هغه افغانان باسي چې تېرو شلو کلونو کې يې د دوی په پوځي او سیاسي ماموریتونو کې کار کړی دی