متقي: نړیوال سازمانونه له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولای سي

Dec 19, 2021 - 17:21
 10
متقي: نړیوال سازمانونه له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولای سي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي، نړیوال سازمانونه له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولای سي.

امیرخان متقي دا خبره پرون په اسلام اباد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازو سره د لیدو کتو پرمهال وکړه او ويې ویل، طالبانو دغو سازمانونو ته ضمانتونه هم ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي هم پرون ویلي، د امریکا په څېر هېوادونه مسولیت لري چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د طالبانو چارواکي داسې مهال د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو مرسته غواړي چې له افغانستانه د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله کډوالي ډېره سوې ده.