ښايي ايران د ملګرو ملتونو د ښځو چارو له کمېسيون و ايستل سي

یو شمېر دپیلوماټان وايي، ظاهرا داسې ښکاري چې ایران به د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې د ښځو او نجونو د حقونو د ضد پالیسو له امله له دې سازمان څخه وشړل سي.
خو تمه کېږي چې یو شمېر هېوادونه به د امریکا متحده ایالتونو د دې غوښتنې له منلو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا چې ۵۴ هېوادونه پهکې غړیتوب لري، نن به د امریکا متحده ایالتونو هغه پرېکړه لیک ته رای ورکړي چې په دغه سازمان کې د ایران د پاتې مودې څخه دغه هېواد په سمدستي توګه لرې کړي.
اوس ایران د ملګرو ملتونو د ښځو چارو کمېسیون کې تر ۲۰۲۶ کاله پورې غړیتوب لري.