مراکش او فرانسه په دویمه نیمه پایلوبه کې لوبېږي

Dec 14, 2022 - 15:12
 7
مراکش او فرانسه په دویمه نیمه پایلوبه کې لوبېږي

د قطر د فوټبال نړیوال جام سياليو دویمه نیمه پایلوبه به نن د کابل پر مهال د شپې ناوخته د مراکش او فرانسې ترمنځ ترسره سي.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ارجنټاین ۳ـ۰ کروویشیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

فرانسې په کوارټرفاینل پړاو کې غښتلې لوبډلې انګلستان ته ۲ـ۱ او مراکش بیا په پنالټي شوټونو کې هسپانیې ته تر ماتې ورکولو وروسته په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې ده.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د روان نړیوال جام پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه ترسره سي.