عراق کې د نښتو له امله نږدې ۲۳ تنه وژل سوي
د عراق د پلازمېنې بغداد په زرغونه ساحه کې د پېښ شوي تاوتریخوالي له کبله ۲۳ کسان وژل شوي دي.
دا تاوتریخوالی هغه وخت پېښ شو، چې د عراق د یوه بانفوذه دیني عالم مقتصدا الصدر پلویانو پر حکومتي ودانیو یرغل وروړ.
د صدر پلویان وروسته له هغه پر دولتي ودانیو په تېره بیا ولسمشرۍ ماڼۍ ورننوتل چې صدر له سیاست څخه د تل لپاره د ګوښه کېدو اعلان وکړ.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د شپې پر مهال د بغداد په زرغونه سیمه کې چې د حکومتي او دیپلوماتیکو تاسیساتو مرکز دی د ماشینګڼو د ډزو او پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل.