افغانان امریکا ته د رسېدو لپاره ولې مرګوني سفر ته زړه ښه کوي؟

Feb 19, 2023 - 11:34
 7
افغانان امریکا ته د رسېدو لپاره ولې مرګوني سفر ته زړه ښه کوي؟

 برازیل یو له هغو څو هېوادونو سو، چې له خطر سره مخ افغانانو ته یې بشري د وېزې د ورکولو اعلان وکړ.

د ۲۰۲۲ کال تر ډیسمبر پورې شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان جنوبي امریکا ته رسېدلي دي، خو یو شمېر نور بیا جنوبي امریکا ته د رسېدو لپاره په ناقانونه توګه له لسګونو هېواونو نه د تېرېدو هڅه کوي، دلته د یوه افغان کیسه ده، چې امریکا ته د رسېدو لپاره له ۱۲ هېوادونو نه تېر سوی دی.

له خطره ډکې لارې؛ په اوږدو کې یې غلاوې، سړي تښتونې، د وسلوالو بریدونه، په ځنګلونو کې د زهر لرونکو خزندګانو شتون ددې سفر مل وه.

د افغانانو یوه دوولس کسیزه ډله له افغانستان نه څوارلس زره کیلومتره لیرې، د ګواتیمالا او مکسیکو پولې ته نژدې له یوه نري لرګین پُل نه د یو او بل په هڅونې سره تېرېږي.

ګواتیمالا لسم هېواد و چې د افغانانو دغه دوولس کسیزه ډلې امریکا او کاناډا ته د رسېدو لپاره ترې تېرېږي.

هغه لاره چې د بېلابېلو هېوادونو ګڼ خلک ور باندې لیدل کېږي، له پاکستان نیولې بیا تر هند، شري لنکا، هایټي، نیپال او وینزوېلا پورې.

دا کسان له اتلانتیک بحر نه هم تېر سوي، هغه اوبه، چې د انساني قاچاق د نړیوالې لارې یوه برخه ده له جنوبي امریکا څخه مرکزي امریکا او بیا شمالي امریکا ته غځېدلې.

د همدې ډلې یو غړی جمشید وایي، هغه او مېرمن یې له غلو سره مخامخ سول او چاقو لرونکو غلو ترې ۲۰۰ ډالره واخیستل.

"مېرمن مي مېندواره وه، تر ټول زیاتې ستونزې هغې وګاللې، هغې به راته ویل نور نسي کولای ولاړه سي، ما به هم دا ډاډ ورکاوه، چې دومره لاره پاتې نه ده، نور رسېدلي یو او دا مې هم ورته ویل، چې د نورو مېرمنو مخ ته دا خبرې مه کوه؛ چې کله رسېږو یا څومره لاره پاته ده ځکه زما د مېرمنې په ګډون ټولي مېرمنې وېرېدلې وې."

افغانان

د دریو هېوادونو پولیسو ته رشوت

د عبدالله په مستعار نوم یو بل کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې اصلي نوم یاد شي وویل، لور یې په برازیل کې د دوو میاشتو سوه، خو هغه وایي ځکه اړ شو پر دې له خطره ډکه لار باندې سفر وکړي، چې د لارې ملګري یې ترې تلل او په دې سره به هغه یوازې پاتې شوی وای.

هغه وایي د خپل سفر په اوږدو کې اړ شی لږ تر لږه د دریو هېوادونو پولیسو ته رشوت ورکړي، د یو شمېر افغانانو ترخه تجربه چې د افغانستان د پولیسو په ګډون، د سیمې د هېوادونو پولیسو او د هغو هېوادونو پولیسو ته چې لږ تر لږه ۱۴ زره کیلومتره له افغانستان نه واټن لري رشوت ورکړی.

د پاناما ځنګل د سفر یو له خورا سختو برخو څخه ده؛ د څو ورځو پلی تګ، د اوبو او خوراکي توکو نشتوالی او غله د همدې ځنګل د ستونزو یوه برخه ده.

پر دې لاره د تلونکو ځینو کډوالو په اړه ویل کېږي، چې د یو شمېر د بدن اوبه دومره لږ شوې وې، چې کله یې ژړل له سترګو یې اوښکې نه بهېدې.

عبدالله وایي په دې ځنګل کې یې چې څومره پلی مزل کاوه پای ته نه رسېده، داسې فکر یې کاوه، چې ګواکې دغه ځنګل د ټولې نړۍ مخ نیولی دی.

افغانان

برازیل، بولیویا، پیرو، ایکوادور، کولمبیا، پاناما، کاسټاریکا، نیکاراګوا، هندوراس، ګواتیمالا، مکسیکو او امریکا هغه هېوادونه دي، چې د افغانانو دغه ۱۲ کسیزه ډله ترې تېره او بالاخره کاناډا ته رسېدلې ده.

لاره دومره اوږده او له کړاو ډکه وه چې د ډېرو کډوالو د پښو نوکان پرې غورځېدلي دي.

عبدالله شربت ته ورته درمل اخیستي وو، چې کله د شپې ویده کېده نو د خپلې خیمې شاوخوا به یې شیندل، هغه ته ویل سوي وو، چې دا د مار ضد درمل دي او مار وژني.

د سفر پای د ټرمپ دېوال دی، چې د افغانانو دغه ۱۲ کسیزه ډله پر داسې مهال ورته رسېدلې، چې تیاره خپره سوې ده. دا دېوال د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ دناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره جوړ کړی و.

قاچاق وړونکو هغه او ملګرو ته یې ویلي وو چې د دېوال وروستۍ برخې ته ځان وروسوئ او په پای کي د امریکا خاوري ته ننوځئ؛ عبدالله هم همداسې وکړل.

دې سفر دري څلوېښت ورځې وخت ونيو. هغه سفر، چې د عبدالله په خبره هېچا ته یې سپارښتنه نه کوي، ځکه ډېر له کړاوه ډک او ستونزمن دی.

سکون راډیو