زلنسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه سخته نښته سوې

Sep 26, 2022 - 17:15
 5
زلنسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه سخته نښته سوې

د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته د دغه هېواد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سختې وسله‌والې نښتې خبر ورکړی.

هغه تېره شپه په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې د اوکرايین ځواکونو په ختیځه سیمه دونیڅک، په شمال ختیځه سیمه خارکیف او په جنوبي سیمو میکولایف او زاپوریژیا کې لاسته راوړنې لري.

د زلنسکي له‌خوا د جګړې د ډګرونو ارزونه داسې مهال کېږي، چې هغه د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د اټومي وسلو د کارونو د خبرداري موضوع رد کړه.

بلخوا د برېتانیا صدراعظمې لیز ټراس د پوتین وروستۍ ګوتڅنډنه کم اهمیته وښوده.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي، چې واشنګټن مسکو ته څرګنده کړې، که د اوکرايین په وړاندې اټومي وسله وکاروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.