ټاکل سوې سبا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان پر وضعيت بحث وکړي

Sep 26, 2022 - 17:11
 5
ټاکل سوې سبا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان پر وضعيت بحث وکړي

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، دغه بحث به سبا سې شنبه د کابل پر وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي.

یوناما وايي، د دې غونډې په یوه برخه کې به د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان په اړه معلومات ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې ونه‌کړي.

د ده په وینا د تېر کال د موافقې له مخې د افغانستان تر څنګ میانمار هم تېر کال او سږ کال په دې اسمبلۍ کې له خبرو کولو بې برخې شول.

تېر کال پر افغانستان د ا ا ا  په واکمنېدو د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه.