شيري مزاري دعوه کړې، جنرل باجوه د ټي ټي پي کورنۍ بيا ابادول غوښتې

Feb 18, 2023 - 20:44
 6
شيري مزاري دعوه کړې، جنرل باجوه د ټي ټي پي کورنۍ بيا ابادول غوښتې

د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشرې شيرين مزاري دعوه کړې چې د پوځ پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د تحريک ا.ا.ا پاکستان [ټي ټي پي] د غړو بيا بیا ابادول غوښتې.

د مزاري دغه دعوې ته پوځ او موجوده حکومت سمدست کوم غبرګون نه دی ویلی خو د تحریک انصاف په تېر حکومت نيوکې کيږي چې د ټي ټي پي سره یې مذاکرات پېل کړي او پياوړي کړي وو.

شيرين مزاري دغه خبره د ډان ټي وي په يوه خبره کې کړې ده.

څيړونکی او خبريال حق نواز وايي د ټي ټي پي سره خبرې د هغه د پاکستان تحريک انصاف حکومت په سلا سوي خو نه هغه وخت حکومت او نه رياستي ادارو سره کوم داسې پلان وو چې کوم وسله وال واپس سي، د هغوي د بيا بحالۍ د پاره به څه کيږي،او دې ترڅنګ دغه وسله وال به څنګه بيا وسله نه راپورته کوي.

"موږ وړاندې هم کتلي دي چې کله به د وسله والو او حکومت ترمينځه مزاکرات کيده وسله وال پکې مضبوط شوي او د مزاکراتو ناکامۍ په صورت به د وسله والو لخوا عمليات تېز کړل سو اوس هم داسې ښکاري چې وسله وال د دغو مذاکراتو په وخت منظم سوي او اوس يې بريدونه تېز کړي دي خو د حکومتي ادارو لخوا داسې کومه تياري په نظر نه راځې چې دغه مزاکراتو د وخت نه يې ګټه پورته کړي وي".

د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي وو د ا.ا.ا  پاکستان سره مزاکرات د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې پېل سوي وو.

د کال 2022 د مې او جون په مياشتو کې د ټي ټي پي سره د خبرو د پاره د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دوه جرګې افغانستان ته تلې وې، دا مزاکرات د ا.ا.ا په مينځګړيتوب ترسره کيده.

د مشرانو جرګې د واپسۍ وروسته ټي ټي پي د نامعلومه وخت پورې ډز بندي اعلان کړې وه خو بيا يې تېر کال د نومبر په 28 نېټه د ډزبندۍ ختمولو اعلان وکړو، او د هغې وروسته يې ګڼ شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وويل د پاکستان تحريک انصاف حکومت ته د رياست د ټولو ادارو ملاتړ ترلاسه وو نو د دې نه دا معلوميږي چې د مذاکراتو خبره د تولو رياستي ادارو په شريکه فېصله وه.

" د عمران خان حکومت سره ټولې رياستې ادارې ولاړي وې، نود مذاکرات کولو پريکړه هم د ټولو په يو ځای وه، خو څنګه چې د رياست د افغانستان په اړه تګ لاره غلطه ثابته شوه هم دغسې د ټي ټي پي سره د مزاکراتو خبره غلطه ثابته سوه".

د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په سوات سيمه کې وسله وال ليد سوي، چې په مطبوعاتو کې يي د پوليسو او پوځې اهلکارو د تښتولو خبرونه هم مخې ته راغلي وو.

دغه وخت د ټي ټي پي سره حکومتي مزاکرات روان وو او ډزبندي وه د هغې وروسته بيا په سوات، دير، ملاکنډ، بونېر، باجوړ، مومند، پېښور، خېبر، اورکزو، کرمې او نور ځايې په ځايې د امن په نوم احتجاجونه او جرګې وشوې، دوي غوښتنه کوله چې امن په ځای کول د رياست زمه واري ده او بايد چې امن په ځايې کړل سي.

خبريال طاهر خان ډيوه ته وويل په افغانستان کې د ټي ټي پي سره خبرې د افغان طالبانو په مرسته سوې وې، په مذاکراتو کې بنيادي نکته د وسله والو واپسي وه، خو ټي ټي پي غوښتل چې د وسلې سره راسي.

" کله چې خبرې کېدې د واپسۍ موضوع پکې وه، خو په دې اختلاف وو چې څنګه به دوي واپس راځي، ټي ټي پي غوښتل چې ځان سره به وسله راوړي، ځکه چې دوي ګڼل چې د ټي ټي پي په وخت کې د دوي د لاسو خلک وژل شوي او ممکن ده چې خلک غچ واخلي، خو حکومتي غړو ورسره دا خبره نه وه منلې".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله رانه مياشت ويلي وو د ا.ا.ا پاکستان د نوم اخستو پرته ویلي، "چې تېر کوم مذاکرات سوي هغه تجربه ناکامه پاتې سوې او کومې ښې نتیجې یې مخې ته نه دي راغلي ځکه په راتلونکې کې د دغه ډول مذاکراتو امکان نسته".

د رانا ثنا الله نه په کراچۍ کې په مطبوعاتي غونډه کې پوښتنه سوې چې، "د لاقانونه ګرځول سوو ډلو لخوا بيا ترهګري سېوا سوې ده تېر چې د دوی سره کوم مذاکرات سوي وو بيا د مذاکراتو کومه لړۍ پېل کيږي؟".

نوموړي په ځواب کې ويلي، "په راتلونکې کې مذاکرات هیڅ امکان نه لري.

سکون راډیو