د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په یوه برید کې د پولیسو دوه افسران وژل سوي دي.

Jan 22, 2023 - 11:58
 2
د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په یوه برید کې د پولیسو دوه افسران وژل سوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې دا پېښه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا ایالت په چارسدې سیمه کې رامنځته سوې ده.
په چارسدې کې د طارق خان په نامه د پولیسو یو افسر رسنیو ته ویلي وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه افسران وژل سوي او يو ټپي دی.
نوموړي زياته کړې چې دوو پولیس افسرانو روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړه خو دریم تر درملنې لاندې دی.
سکون راډیو