‏بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قران کریم یوې نسخې سوځول غندلي

Jan 22, 2023 - 15:22
 9
‏بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قران کریم یوې نسخې سوځول غندلي
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې د دې کړنې عاملان مجازات کړي.
تېره ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخ کې د قران کریم یوه نسخه سوځول سوې وه.

‏ورته مهال، ترکیې تر څنګ د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم یاده کړنه غندلې او د سویډن له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې په راتلونکې کې د دا ډول پاروونکو کړنو مخه ونیسي.
سکون راډیو