د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال رسول باوري ومړ
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال رسول باوري ومړ
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري مړ شوی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي، چي ښاغلی باوري د ورپيښي ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو د ناروغۍ ډول یي نه دی مشخص کړی.
پر خواله رسنیو ښاغلي باوري ته نژدي سرچینو ویلي، چي نوموړی د کورونا وبا له کبله مړ شوی دی.
د ولسمشر محمد اشرف غني له ادرسه خپره شوي ویناپاڼه کي ویل شوي، د رسول باوري مړینه لویه ضایعه ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله فيسبوکپاڼه د ښاغلي باوري د مړیني پر تأیید سربيره هغه د هيواد یو پيژندل شوی لرغونپوه او کلتوري څيره بللي ده.
رسول باوري چي د کابل پوهنتون استاد و، د هيواد د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره لسګونه مقالي لیکلي دي.
رسول باوري کلونه د افغانستان لرغونپوهني په برخه کي کار کړی.
استاد محمد رسول باوري د اختر محمد زوی په ۱۳۳۶هـ ل کال د روزګان په دهراوت ولسوالۍ کي زيږيدلی، لومړنۍ زدکړي یي هلته کړي، بیا د کابل پوهنتون د تاریخ څانګي ته کامیاب شوی، تر هغه وروسته یي په هالنډ کي لرغونپوهنه کي ماسټري کړي ده او دکابل پوهنتون د لرغونپيژندني ډیپارټمینټ استاد و.
رسول باوري د هالنډ په Rijksuniversiteit Groningen پوهنتون کي هم استادي کړي ده، وروسته د افغانستان د پوهني وزارت کي د نصاب مسؤل، بیا د خوست د شیخ زاید پوهنتون مسؤلیت، وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپيژندني د ډیپارټمینټ مسؤل او په وروستیو کي د اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال پاتي شوی.