امریکايي پوځ افغانستان ته بیرته راتګ ته تیاری نیسي

Jun 12, 2021 - 16:51
 1

امریکايي پوځ افغانستان ته بیرته راتګ ته تیاری نیسي

د افغانستان څخه لا ځواکونه وتلي نه دي، بیا امریکايي پوځ دغه هیواد ته بیرته راتګ ته تیاری نیسي. دغه خبره د امریکا د دفاع د وزارت د نظامتوضیحاتو مسئول مرستیال په پارلمان کي د استیضاح پر وخت وکړه.

دویچه ویلې 

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د وزارت د نظامي توضیحاتو مسئول مرستیال، رونالد مولتري پرون جمعه (د می میاشتي ۱۱ مه) په پارلمان کي د استیضاح پر وخت دغه خبره وکړه. په خبره یې د هغه نظامي بخش پردې باندي کار کوي، چي د ضرورت په وخت کي یې په افغانستان کي د شل کلن ماموریت ارقام او اعداد اماده کړي.

د امریکا د پارلمان وکیل او په افغانستان کي پخواني عسکر، مایک والتس وویل، « د دې ډیر احتمال موجود دی، چي که د طالبانو د پرمختګ په صورت کي القاعده بیرته راپیدا او د امریکا پر متحده ایالاتو باندي حمله وکړي، بیا به نو موږ مجبوره یو، چي بیرته افغانستان ته ولاړ سو.» ځکه نو د دې دپاره باید پوځ اماده وي او لازم معلومات په لاس کي ولري.

د نظامي توضیحاتو مسئول مرستیال، رونالد مولتري هم وویل، « دا هغه څه دي، چي موږ یې دقیقأ فکر کوو.»

د امریکا جمهوررئیس، جوبایدن د خپل هیواد د پوځ د مشورو برخلاف په تیره اپریل میاشت کي تصمیم ونیوی، چي د راتلونکي سپټمبر میاشتي تر ۱۱ پوري ټوله امریکايي قواوي د افغانستان څخه راوباسي. کارپوهان اندیښنه لري چي طالبان به بیله غربي نظامي حضور څخه په ډیر سرعت سره بیرته قدرت ته ورسیږي.