د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې له رواني ناروغانو سره مرسته کوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د جګړو له کبله د رواني ضربو یا ټروما له زیانمنو ناروغانو سره مرسته یې لومړیتوب دی.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا 'USAID' د رواني ناروغیو له قربانیانو سره د مرستې په لومړي کرښه کې د روزنې او د ناروغانو د بېړني مراقبت په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرسته کوي.
د بیان له مخې د دې روزنیز پروګرام پر اساس، د جګړو د رواني ضربو د علاج لپاره ډاکټران روزل کېږي او روزل شوي ډاکټران وروسته د ټول افغانستان په کچه نور ډاکټران روزي.
په افغانستان کې د 'WHO'د دفتر د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې اوس مهال د ټروما د علاج ۱۳۰ مرکزونه فعال دي.