يو شمېر نړيوال سازمانونه په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ارزوي

Sep 26, 2022 - 17:18
 6
يو شمېر نړيوال سازمانونه په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ارزوي

د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي په همدې هدف افغانستان ته سفر کړی دی.

 د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړی غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې دایره شوه.

دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده په مرکز سربېره او ولایتونو کې د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې و ارزوي.

د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور په اساس افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د نري رنځ ناروغۍ له امله مري.

افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی.