يونېسف بغلان کې ماشومانو ته د زدهکړې ۷۲۰ محلي ټولګي جوړ کړي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د اکټیډ موسسې په مرسته د بغلان په پنځو ولسوالیو کې له زدهکړو د محرومو ماشومانو لپاره ۷۲۰ محلي ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي.
له دې جملې څخه ۶۲۰ ټولګي د یونېسف لهخوا او ۱۰۰ نور ټولګي د اکټیډ مؤسسې لهخوا جوړ سوي دي.
پژواک اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه بنسټونه د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ترڅنګ د يادو ټولګيو لپاره نور اړين وسايل هم برابروي.
دغه ټولګي د نهرين، بغلان-مرکزي، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو په مرکزونو کې فعاله سوي.