د ایران سپاه پاسداران "توغنديز ښار" نندارې ته وړاندې کړ

Mar 16, 2021 - 16:06
 16

د ایران سپاه پاسداران "توغنديز ښار" نندارې ته وړاندې کړ

FARSNEWS.IR

د ایران دولتي رسنۍ صدا سیما د دغه هېواد د سپاه پاسدران د داسې نوې اډې انځورونه خپاره کړي چې په کروز او بالستیک توغندیو او د "برېښنايي جنګ" پر تجهیزاتو سمبال ده.

د ایران دولتي تلوېزون دا اډه "توغندیز ښار" بولي او د توغندیو د یوه انبار یوه برخه هم ښيي.

دې رپوټ کې د دې "توغندیز ښار" په هکله نورو جزیاتو ته اشاره نه ده شوې.

د ایران د سپاه پاسدران د سمندري ځواکونو قومندان عليرضا تنګسیري وايي: "د سپاه سمندري ځواک سیستم او لاس ته د دې تجهیزاتو رسېدو سره به دا توان ولرو چې د دوښمن سیګنالونه، ان ګول یا خاموش سیګنالونه او د دوښمن داخلي اړیکه پیدا کړو. "

د هغه په خبره: "د دې توغندي واټن تر پخوانی توغندي توپیر لري او دا سیستم په روانتیا یا حرکت کې هم ډز کولی شي. "

د سپاه پاسدران لوی قومندان حسین سلامي دې توغندیز انبار ته په اشاره وویل: "څه چې نن وینو د سپاه د سمندري ځواکونو د لوی او پراخ توغندیز ځواک یوه وړه برخه ده. "

تېر کال هم ایران وویل، چې د خلیج سمندرغاړې اوږدو کې یې ځمکین(تر ځمکې لاندې) څو "توغندیز ښارونه" جوړ کړي دي.

د ایران توغندیز پروګرام

ایران

ایران وايي، توغندیز پروګرام یې د بهرني برید د مخنیوي لپاره دی، خو لوېدیځ قدرتونه او سیمه ییز ملګري یې دا پروګرام د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بولي.

دوی د ایران توغندیز او اتومي پروګرامونه د یو بل بشپړاند بولي.

ایران ټینګار کوي چې دا دوه پروګرامونه خپلو کې تړاو نه لري او دودیز کارېدنګ لري او د اټومي وسلې جوړولو اراده نه لري.

ایران یواځنی هېواد دی چې اټومي وسله نه لري، خو د دوو زرو کیلومترو په واټن توغندي یې جوړ کړي دي.

همدا نوښت یې سبب شوی چې د اټومي کوپړۍ جوړولو د هڅه تور ور باندې ډېر شي.

د امریکا اندېښنه

د بایډن حکومت له ایران سره نوی تړون غواړي.

امریکا او ملګري یې باوري دي چې د ایران بالستیک توغندیو پروګرام چې اټومي کوپړیو لېږدولو وړتیا پیدا کولی شي د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک سره ټکر کې دی چې له مخې یې د اټومي پروګرام اړوند بندیزونه له دې هېواد لرې کېږي.

په دې سبب د امریکا نوی حکومت هڅه کوي، ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته پر ستنېدو سربېره ور سره نوی "ډېر ټولیز تړون"وکړي، چې پکې د ایران سیمه ییز سیاست او توغندیز پروګرام هم شامل وي، خو تهران دا دوه مسلې خپلې سرې کرښې بولي او پر سر یې خبرې ردوي.

امریکايي چارواکي ایران د لبنان د حزب الله ډلې، د فلسطین حماس ډلې او د یمن حوثي وسلوالو ته د توغندیزو تجهیزاتو په ورکولو تورنوي چې د دوی په خبره، دا هرڅه سیمه کې بې ثباتي پیدا کوي.

د ایران لوړپوړي چارواکي دا تور ردوي او بیا بیا وايي، توغندیز پروګرام یې دفاعي دی او د محدودولو لپاره یې هر ډول خبرې د نه منلو بولي.

بی بی سی