د سعودي په مشرۍ ائتلاف حزب‌الله پر عربستان حملو کې له حوثيانو سره په مرستي کولو تورن کړي.

Dec 27, 2021 - 10:15
 5
د سعودي په مشرۍ ائتلاف حزب‌الله پر عربستان حملو کې له حوثيانو سره په مرستي کولو تورن کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر حزب‌الله ډلې تور ولګاوه چې د یمن له حوثي یاغیانو سره پر عربستان د میزائیلو په توغولو او د بې‌پېلوټه الوتکو په حملو کې مرسته کوي.

د دغه ائتلاف په خبره د لبنان او ایران له‌خوا د حزب‌الله افراطي غورځنګ ملاتړ کېږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکي المالکي پرون خبریالانو ته وویل، د ایران له ملاتړه برخه‌من حوثي یاغیانو د صنعا هوايي ډګر نظامي کړی او پر سعودي عربستان‌یې د حملو لپاره کاروي، خو حوثي یاغیان دغه تور ردوي.

ترکي المالکي خبریالانو ته هغه وېډیوګانې هم وښودې چې د ده په وینا د صنعا په هوايي ډګر کې د ایراني او د حزب‌الله د ماهرانو مرکزونه ښيي او حزب‌الله په‌کې د ادعا له مخې حوثي یاغیانو ته د بمي حملو او د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې مهارتونه ښیي.

د دغو وېډیويي تصاویرو کره‌والی او د مالکي دغه ادعا د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌ده تأيید سوې.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف دغه ویاند وايي له ۲۰۱۵م کال راهیسې حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان ۴۳۰ بالیستیک توغندي او په وسلو سمبالې ۸۵۱ بې‌پېلوټه الوتکې توغولي او د سعودي عربستان ۵۹ وګړي یې وژلي دي.