امریکا: نوي حکومت د ښځینه وو په اړه زموږ تمې پوره نه کړې

Dec 27, 2021 - 09:56
 5
امریکا: نوي حکومت د ښځینه وو په اړه زموږ تمې پوره نه کړې

امریکا او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د نوي حکومت پر ځینو سپارښتنو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مېرمنو په اړه د طا لبانو تازه څرګندونې د دوی د زنداني کولو په مانا دي.

سرچینه وایي چې نوي حکومت تر دې وړاندې هم پر ښځینه وو بېلابېل فشارونه راوستي او له کار کولو یې منع کړې دي.

بلخوا د امریکا د ولسمشر مرستیال کامیلا هاریس هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو د ښځینه وو په اړه د امریکا تمه نه ده پوره کړې.

د نوموړې په وینا داسې ښکاري چې دوی له ښځینه وو سره ناسم چلند کوي او دا مسئله امریکا ته د اندېښنې وړ ده.

هغې ټینګار کړی چې امریکا به له افغان مېرمنو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ا.ا په تازه اقدام کې ویلي، چې ښځې له محرم پرته اوږده سفرونه نه سي کولی خو ټینګار کوي چې دا یوازې د سپارښتنې بڼه لري.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.

ددغه وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني چې تازه د پاکستان له سفر را ستون سوی دی وايي، د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دي، خو په یوه ټولګي کې د ښځینه او نارینه محصلینو د زده کړو مخالف دي.

هغه وایي دوی تمه لري چې ژر تر ژره وکړای سي دغه ستونزه حل کړي او په دې سره افغان نجونې پوهنتونو ته راستنې سي.

شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې طا لبان په کابل کې واک ته رسېدلي دي خو تر دې دمه یې نجونو او هلکانو ته پوهنتون ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

دې مسئلې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.