ازبکستان: د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پلټۍ بايد ژر جوړه سي

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي ځکه د نوموړي په خبره دغه پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون سې شنبې د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي.
تیره اوونۍ د ا ا ا چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.