اوکراین افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د نږدې ۱۶زره ټُنه غنمو د مرستې خبر ورکړی دی.

Jan 17, 2023 - 19:38
 6
اوکراین افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د نږدې ۱۶زره ټُنه غنمو د مرستې خبر ورکړی دی.
انټرفاکس خبري اژانس د يو راپور په خپرولو سره ویلي، له ۱۵۸۶۹ ټنه غنمو بار یوه کښتۍ چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري اجاره سوې، چې د اوکراین له یوه بندر څخه حرکت کړی دی.
ياد راپور زياتوي، دغه کښتۍ په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته ورسېږي او له هغه ځایه به یې افغانستان ته ولېږدول سي.
سکون راډیو