د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیایي نظام سره د مالي مرستو لپاره هڅه کوي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیایي نظام سره د مالي مرستو لپاره هڅه کوي

یاد سازمان نن چهارشنبه سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) ویلي چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د تمویلونکو سره همکاري کوي تر څو په دغه برخه کې لاسته راوړنې خوندي شي.

دغه نړیوال بنسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي امکاناتو د خوندیتوب لپاره د یوې حل لارې پیدا کولو لپاره له تمویلوونکو سره د «صحتمندۍ پروګرام » له لارې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي لپاره همکاري کوي، موږ نشو کولای په داسې حال کې چې میلونونه افغانان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، خپله همکاري بنده کړو."

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل ته د سفر پر مهال ویلي و چې د نړیوالو مرستو په بندېدو سره ممکن په افغانستان کې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې افغانستان اوس مهال د درملو، طبي تجهیزاتو او مسلکي کار کوونکو له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په دغه هیواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام خبر ورکړی دی او ویلي دي چې په تیره جولای او اګست میاشت کې په کندهار ولایت کې په میرویس حوزوي روغتون کې د ۳۰زره کسانو درملنه کړې ده.

سره صلیب ویلي چې د یادو کسانو په منځ کې د ماشومانو په ګډون د جګړو له امله ټپیان هم شامل دي چې په دغه روغتون کې درملنه شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې له دغه هیواد سره پر مرستو ټینګار کړی دی.

د بیان له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړي مرستیال ډاکتر رامېز الا کبروف او په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر دوپېنګ لیو ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیا سکتور اړتیاوې به په نړیواله کچه مطرح کړي.

د روغتیا وزارت پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي: "دوی ژمنه وکړه په یادو مواردو کې به له نړیوالو بنسټونو نه د مرستې غوښتنه وکړو او هیله من یو چې په نږدې را تلونکي کې به د افغانستان د روغتیایي مرکزونو د تمویل لپاره د نړیوالو ملاتړو بنسټونو لخوا د مثبت ځواب شاهدان واوسو."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم ویلي و چې د روغتیايي سیستم د ګډوډۍ مخنیوي لپاره له افغانستان سره ۴۵میلیونه ډالره مرسته کوي.