طالبان: امریکا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی

طالبان: امریکا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالو قوانینو او په دوحه کې له هغوی سره د شویو تعهداتو خلاف، د افغانستان هوایي حریم نقض

کړی دی.

د طالبانو ویاند او د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې ۶) په خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې وروستیو کې لیدل شوي چې د افغانستان هوایي حریم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا "اشغال" شوی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې له امریکا او د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي دي چې د نړیوالو تعهداتو او قوانینو په رڼا او د متقابل درناوي د اصل پر اساس له افغانستان سره تعامل وکړي څو له "بدو عواقبو" د افغانستان د هوایي حریم له نقض څخه مخنیوی وشي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تیره اوونۍ په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پکاره ده امریکا د افغانستان د هوایي حریم د کارولو په برخه کې له طالبانو سره همغږي وکړي، وویل، لازمي نده چې په دې برخه کې له طالبانو سره هماهنګي وشي.

له دې سره سره د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې هیوادونه د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل هوایي او ځمکنۍ اراضي مالکان دي او د طالبانو په وینا، دا ډله د افغانستان د ځمکني او هوایي حریم یوازینۍ حقوقي مرجع ده.

سره له دې چې امریکایي ځواکونه د روان کال د اګست په ۳۰ نیټه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل، امریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې هغوی له لیرې څخه د افغانستان د خاورې د څارنې توان لري څو ترهګرۍ ډلې ونشي کړای له هغه ځایه د دوی پر ضد برید وکړي.