د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه ۲۸ ميليون ډالره پور وړی دی

Aug 3, 2022 - 17:00
 10
د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه ۲۸ ميليون ډالره پور وړی دی

د تاجکستان د برقي تاجک شرکت مشر محمد عمر عاصوزاده وړمه ورځ په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه خبري کنفرانس کې وويل، افغانستان دې د تاجکستان د برېښنا پورونه ورکړي.

نوموړي ویلي، ستونزه دا ده چې د افغانستان برېښنا شرکت نه‌شي کولای د افغانستان په بانکونو کې له خپلو حسابونو پیسې ولېږدوي.

عاصوزاده دغه راز ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت په تېره جولای میاشت کې دوه ملیون ډالره د دوی حساب ته لېږلي او غواړي چې پاتې پورونه هم په څو مرحلو کې پرې کړي.

افغانستان د اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.