ارزګان: ا ا ا د بېلا بېلو غلاو په تور پنځوس تنه نيولي

Aug 3, 2022 - 16:37
 12
ارزګان: ا ا ا د بېلا بېلو غلاو په تور پنځوس تنه نيولي

په ارزګان کې د ا ا ا چارواکي وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې د بېلابېلو غلاوو په تور شاوخوا پنځوس تنه نیولي دي.

 د امنيه قومندانۍ د لومړۍ حوزې امر حاجي طالب اغا وايي، د غلو د نیولو د هڅو په ترڅ کې يې تازه د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې چې په ترینکوټ ښار او کندهار ولایت کې يې په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود.

پرافغانستان د ا ا ا له بیا واکمنېدو راهیسې چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی، ورسره د غلاوو پېښې هم په ځینو ولایتونو کې زیاتې شوي دي.

لومړيو کې خلکو فکر کاوه چې ا ا ا واکمنۍ کې به د غلاو او جنايي پېښو کچه راکمه شي، خو په يو شمېر ولايتونو کې د غلاو پېښو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي.