دهلمند ولایت په مارجي ولسوالی کي ترافیکي پیښي څلور تنه ژوبل کړل.

May 19, 2022 - 17:25
 8
دهلمند ولایت په مارجي ولسوالی کي ترافیکي پیښي څلور تنه ژوبل کړل.
د هلمند اطلاعاتو او فرهنک ریس حافظ راشید هلمندی وایي دتريخ ناور په حوزه کې د یو موټر سایکل او ویډیز موټر تر منځ ترافیکي پیښه کي څلور تنه ټپيان سوي دي چي یوه پکې ښځینه ده ،
د نوموړي په خبره دیادي پیښي اړوند ټپیان روغتون ته دځایې مسؤلینو له خوا لیږدول سوي خو دروغتیایې وضیعت په اړه یې تراوسه معلومات نسته.
دا لمړۍ ځل ندی چي دهلمند مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کي د ترافیکي پیښو د رامنځته کیدو خبر ورکول کیږي بلکي له دې څخه وړاندي هم د ورته پیښو راپورنه ورکړل سوې دي چي مرګ ژوبله یې له ځان سره لرلې ده.