افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې سره د کرکټ سيالۍ لري

May 19, 2022 - 16:49
 21
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې سره د کرکټ سيالۍ لري

ټاکل شوې د افغانستان او کوربه هېواد زېمبابوې ترمنځ د روان کال په جون میاشت کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه سیالۍ ترسره شي.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ چې باید په ۲۰۲۰ م کال کې ترسره شوي وای، خو د بېلابېلو ستونزو له امله تر ۲۰۲۲ م کال وځنډېدې.

د زېمبابوې لخوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵ شل اوریزه او درې یو ورځنۍ سیالۍ اعلان شوي وې.

خو افغان کرکټ بورډ په خپله وروستۍ خبر پاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو یادونه کړې ده.