سکون کرکیټ ټیم د بست جام سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د النور کرکیټ ټیم څخه وګټله

Mar 5, 2022 - 20:23
 22
سکون کرکیټ ټیم د بست جام سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د النور کرکیټ ټیم څخه وګټله

سکون کرکیټ لوبډلي د بست جام په روانو سیالیو کې د النور کرکیټ ټیم ته په ۱۰ کټو  او  ۸۳  منډو په توپیر  ماتی ورکړه 
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د بست جام په نامه د کرکیټ سیالۍ پیل سوی چې په دغه  سیالیو کې اولس ټیمونه یو د بل په وړاندې لوبیږی. نن شنبه د سکون او النور ټیمونو تر منځ لوبه ترسره سوه چې  لومړی پچه اچونه د سکون کرکیټ ټیم  وګټه او د بالینګ پریکړه یې وکړه د النور کرکیټ په ۲۲ اورونو کې  ۸۳ منډی هدف  وټاکه چې د سکون کرکیټ ټيم  وکولای سوه  په ښپږو۶ اورونو کې یاد هدف پوره .او د لوبی بریا یی خپله کړه
  سکون کرکیټ ټیم لوبډل مشر میر احمد رشتنی سکون راډیو ته وویل
د بست جام تر نامه لاندی چې کومی سیالی په لاره اچول سوی په دغه سیالیو کې موږ د دوو لوبډلو سره مخ سوی یوو او دواړه لوبی مو ګټلی دی . هغه زیاته کړه چې ننی لوبه کې مو النور کرکیت تیم ته د لسوو وکټو په توپیر ماتی ورکړه

رفیع الله هاشمی د سکون کرکیټ ټیم لوبه غاړی وویل 
موږ د  لوبډل مشر په لارښونو دغه لوبه په سمه توګه مخته یوړه لومړی مو په بالینګ کې په ۲۲ اورونو کې ټولی وکټی ترلاسه کړی چې موږ په ۶ اورونو کې د هدف پوره کي . 

د النور ټیم لوبغاړی حکمت الله وویل 
چې د دواړو لوبډلو  تر منځ لوبه په صمیمانه ډول تر سره سوه چې زموږ د ماتی لامل دا وو چې موږ شه کرکیټ ونه کی چې مقابلی لوبډلی ته مو لوړ هدف ټاکلی وای سکون کرکیټ ټیم لوبه په جوړ سوی پلان او ښه توګه تر سره کړه د بیټینک او بالینګ برخه کې  ښه ولوبیدل چې دغه بریا یی خپله کړه 
 
سکون کرکیټ لوبډله چې د سکون راډیو په مالی ملاتړ لوبی ترسره کوی د بست جام په سیالیو کې یی دا دوهمه لوبه ده د دواړو لوبډلو تر منځ بریا سکون کرکیټ ټیم خپلوی