د زونونو په کچه د غوره کلبونو اتلولۍ جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل سوې

Dec 20, 2021 - 17:49
 24
د زونونو په کچه د غوره کلبونو اتلولۍ جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل سوې
د زونونو په کچه د غوره کلبونو اتلولۍ جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل سوې
د زونونو په کچه د غوره کلبونو د اتلولۍ جام سیالۍ نن په ننګرهار ولایت کې پیل سوې، چې یوولس ورځې به دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د ۵ زونونو (سپین غر، بند امیر، امو، مس عینک او بُست) مخکښ کلبونه برخه لري چې هر کلب به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې وکړي او له منځه به یې دوه مخکښ کلبونه پایلوبې ته لاره ومومي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بند امیر زون په استازولۍ د منګل زلمیو او د سپین غر زون د مخکښ کلب عباد قریشي کلبونو ترمنځ ترسره کیږي، بند امیر زون د لوبې پچه وګټله او د سپین غر عباد قریشي کلب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو اتل کلبونه برخه لري چې له دې وړاندې یې د خپلو اړونده زونونو په خپلمنځي انټرکلب سیالیو کې اتلولي خپله کړې وه او د یادو زونونو د مخکښو کلبونو په توګه یې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالیو ته لاره موندلې وه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په روان ۲۰۲۱م زېږدیز کال کې د کورني کرکټ وروستۍ لوبې دي چې په یوورځنۍ بڼه به تر سره سي او د هېواد ګڼ شمېر ملي او کورني لوبغاړي به پکې ولوبېږي.