عباد قریشي کرکټ کلب د کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام لومړۍ لوبه وګټله

Dec 20, 2021 - 17:45
 9
عباد قریشي کرکټ کلب د کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام لومړۍ لوبه وګټله
عباد قریشي کرکټ کلب د کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام لومړۍ لوبه وګټله
د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام یوورځنۍ سیالۍ نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپین غر او بندامیر زونونو د مخکښو کلبونو ترمنځ په لوبه پیل سوې. د لوبې پچه د بندامیر زون منګل زلمي کرکټ کلب وګټله او د سپین غر زون عباد قریشي کرکټ کلب ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. عباد قریشي کرکټ کلب د ذبید اکبري د ۵۵، عصمت عالم ۴۹ او د ابراهیم عبدالرحیمزي د ۳۴ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. د منګل زلمیو لوبډلې په ګټه سیدجمال الدین ۳، بربال افغان، احمد ولي، حفیظ، نثار احمد او عرب مومند یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
منګل زلمیو لوبډلې د عباد قریشي کرکټ کلب د ۲۳۰ منډو هدف په ځواب کې یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د ۵۲ منډو په توپیر یې ماته ومنله. د دې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې احمدولي ۵۵ او عرب مومند ۲۲ منډې جوړې کړې. د عباد قریشي کرکټ لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ذبید اکبري، صدیق فضلي او عبدالله قریشي هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې. ذبید اکبري د ۵۵ منډو او ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول سو.
سبا به د یادو سیالیو په ترڅ کې دویمه لوبه د امو او مس عینک زونونو ترمنځ ترسره سي.