د هند او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ سيالي هند د ۲۲۷ منډو په لوی توپير وګټله.

Dec 10, 2022 - 19:24
 8
د هند او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ سيالي هند د ۲۲۷ منډو په لوی توپير وګټله.
بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې مقابلې لوبډلې ته د ۴۱۰ منډو هدف وټاکه چې بنګله دېش ونسوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۱۸۲ منډو وسوځېده.
د هند لپاره اېشان کېشن تر ټولو ډېرې (۲۱۰) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول سو.
د دې تر څنګ وېراټ کوهلي ۱۱۳، واشنګټن سوندر ۳۷ او اکسر پټېل ۲۰ منډې وکړې.
د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن ۴۳، لېټن داس ۲۹ او ياسر علي ۲۵ منډې وکړې.
د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ بنګله دېش له وړاندې ګټلې وه.
سکون راډیو