کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کم­‌عمره لوبغاړو ګډون مهم وباله

Dec 20, 2021 - 16:57
 11
کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کم­‌عمره لوبغاړو ګډون مهم وباله

د افغانستان کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبغاړو ګډون مهم وباله.

د افغانستان لوبډله تر تمرینونو وروسته، پرون په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته ورسېده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د اسیايي جام سیالیو کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې اته هېوادونه ګډون لري. د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله به د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له متحده عرب اماراتو د وېسټ انډیز پر لوري سفر وکړي."

ښاغلی هوتک وايي، په وېسټ انډیز کې به د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.

د اسیايي جام مسابقې راروانه پنج­شنبه پیلېږي چې د ډسمبر میاشتې پر ۳۱مه ختمېږي.