مس عینک زون دویمه بریا خپله کړه

مس عینک زون دویمه بریا خپله کړه
د هېواد د ۵ زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام په سیالیو کې نن د بست زون شعیب خان کرکټ کلب د مس عینک زون له ډېنجر کرکټ کلب سره سیالي ترسره کړه، چې د ډېنجر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. ډېنجر کرکټ لوبډلې د پچې له ګټلو سره سم لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل سویو ۳۵ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې. د مس عینک زون په ګټه فرهاد منګل ۶۳، اکبر علي ۵۵، مسعود ګربز ۴۷ او اسد منګل ۴۰ منډې جوړې کړې. د بست زون لپاره فضل الحق او شاه محمد هر یوه ۲، خالد ارین او جاوید ارین یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د بست زون شعیب خان کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۳۵ اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل، د ۲۰۲ منډو په جوړولو بریالۍ سوه او د ۶۰ منډو په توپیر سره یې لوبه وبایلله. د دوی لپاره لوبډلمشر شریف الله بارکزي ۵۳، عبدالنافع ۳۶، محیب الله همراز ۳۲ او عبدالباري محمدي ۲۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د ډېنجر کرکټ لوبډلې لپاره ابراهیم ځلاند درې، شمس الله دوه، نسیم منګل، افسرالله او اسد منګل یو-یو لوبغاړی له لوبغالي بهر کړ. فرهاد منګل او اسد منګل په ګډه د لوبې غوره لوبغاړي ونومول سول.
سبا به د دغو سیالیو وروستۍ ګروپي لوبه د بند امیر زون د منګل زلمي او د امو زون د اشرف کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره سي.