محمد اشرف غني سبا پنجشنبه د BBC سره مرکه لري.

د هيواد مخکني او پرځول سوي ولسمشر د ملي امنيت شورا مرستيال سرور احمدزي پر خپلې فیسبوک پاڼي ليکلي، چي محمد اشرف غني د روان (2021) ډسمبر پر (30) مه د BBC سره به مرکه ولري. هغه په دې اړه په خپلي ليکني کي وړاندي ليکي، چي غني به د نظام په پاشل کېدو عواملو، سیاسي سقوط او پر نوموړي باندي د لګېدلو تورونو په اړه خبري ولري.